سیاستخبرونهاقتصادTOP

له ترکمنستان سره د نورالجهاد پروژې پروتوکول لاسلیک شو

کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر

د افغانستان برېښنا شرکت، له ترکمنستان سره د هرات نورالجهاد پروژې «پروتوکول» د لاسلیک کولو خبر ورکړی دی.

د یاد شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ او د ترکمنستان د نړیوالو پروژو عمومي مسئول ترمنځ، د هرات نورالجهاد پروژې چارو چټکتیا او د دواړو لوریو د تخنیکي ملاحظو په تړاو د پنځه ورځنۍ ناستې پای کې؛ ګډ پروتوکول لاسلیک شو.

ویل شوي چې په دې پنځه ورځنۍ ناسته کې د پروژې اړتیا وړ تجهیزاتو پر چمتو کولو، د کاري بهیرونو پر چټکتیا او د دواړو لوریو د غوښتنو او ملاحظاتو په اړه خبرې شوې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت مسئولینو ټېنګار کړی چې نورالجهاد «سب سټېشن» ته د ترکمنستان تقویتي پروژې چارې دې چټکې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته