خبرونهورزش

لغمان کې د هنډبال سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر

د لغمان د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولینو په دغه ولایت کې د هنډبال سیالیو د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د لغمان ستورو او د لغمان اتلانو کلبونو تر منځ د هنډبال سیالۍ ترسره شوي، چې د لغمان ستورو کلب مقابل ټيم ته د ۲۵/۱۹ ګولونو په ورکولو سره لومړی مقام خپل کړی دی.

د سرچینې په خبره دغه سيالۍ د ننګرهار نارنج ګل سياليو لپاره د غوره څېرو پيژندلو په موخه جوړې شوې وې چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د دغه ولایت په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالیو کې د فوټبال سیالۍ ترسره شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته