امنیت

د ښارونو امنیتي سیستم نوې کتنې ته اړتیا لري

کابل/ د غبرګولي ۱۵ مه / باختر
په دغو وروستیو ورځوکې هدفي وژنو د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ښارونو کې زور اخیستی دی. وړم ماښام د وزیرمحمد اکبر خان مېنې د جامع جومات ملا امام او خطیب ډاکټر محمد ایاز نیازي د جومات په انګړ کې په چاودنه کې په شهادت ورسېد. دغو بریدونو او وژنو د ښارونو د امنیت په اړه کلکې اندېښنې راټوکولې دي او دا اړتیا یې رامنځ ته کړې ده چې د ښارونو امنیتي سیستم ته نوې کتنه وشي.
د باختر آژانس مفسر همدا اړتیا څېړلې ده او لیکي:
منو چې په ګڼ مېشتو ښارونو او نورو ځایونو کې د ځانمرګیو بریدونو په ګډون د ترهګریزو بریدونو مخنیوی خورا سخت او ګران کار دی، دغه راز بریدونه آن په داسې ښارونو کې هم ترسره کېږي چې هلته بشپړ او ډاډمن امنیت خوندي دی او امنیتي سیستم یې هم په بشپړ ډول الکترونیکی شوی دی، ټول خلک ثبت او راجستر دي، امنیتي کمرې څلرویشت ساعته فعالې دي او پولیس یې هم ویښ او ښه روزل شوي دي.
هلته هم کله ناکله ترهګریز بریدونه ترسره کېږي، خو دا دی مانا نه لري چې اړوندې ادارې دې لاس تر زنې لاندې کېني او په ښارونو او نورو ګڼ مېشتو سیمو کې دې د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره کار ونه کړي.
لومړۍ پوښتنه دا ده چې آیا زموږ امنیتي ادارې د هرښار لپاره ځانګړی امنیتی پلان لري او که نه یې لري؟ یو خو عادي ورځني پروګرامونه دي چې هره اداره یې سر ته رسوي، خو اوس موږ په عادي حالت کې نه یو. هېواد اوس په خورا حساس پړاو کې دی. د سولې کوښښونو زور اخیستی دی او هره شېبه دا احتمال شته چې کورنۍ، سیمه ییزې او نړیوالې کرغېړنې ادارې د دغه بهیر د ناکامولو، سبوتاژکولو او بدنامولو لپاره لاس په کار شي.
پر دې سربېره، ترهګر هم کوښښ کوي په ښارونو کې نفوذ وکړي او په ګڼ مېشتو سیموکې بریدونه ترسره کړي. د دغه ټکي په پام کې نیولو سره باید د ښارونو د امنیت لپاره اړوندې ادارې یو ځانګړی پروګرام جوړ کړي.
د جنایي جرمونو مخنیوی باید د دغه پروګرام یوه ستره او اساسي برخه وي. تر هغو چې د جنایي جرمونه مخه ونه نیول شي او خلک په خپلو کورونو کې آرام ژوند ونه کړي او په خپلو کوڅو او واټونو کې له هر راز تشویشه پرته آزاد تګ راتګ ونه کړي، د ډادمن امنیت خوندي کول او د ترهګریزو بریدون مخنیوی ګران کار دی.
تجربو دا ښودلې ده چې کله ترهګر وغواړي د خپلو بریدونو د ترسره کولو لپاره زمینه او فضا برابره کړي، نو لومړی هغوی د نا امنۍ فضا رامنځ ته کوي، غلاوې ډېروي، وژنې ډېروي او په هر کور او کوڅه کې ویره او ډار خپروي.
له دې امله باید په لومړي ګام کې د جنایي جرمونو د مخنیوي لپاره ګامونه واخیستل شي او له غلو، شوکمارو او داړه مارانو سره غوڅ قانوني چلند وشي.
پاى/ ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته