خبرونهامنیت

لسګونه طالبان په هلمند کې ووژل شول

۶- کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
په هلمند کې په نويو نښتو کې٣٠ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٦ نوریې ټپيان شول.
دغه نښتې تېره شپه د ناوې، نادعلي، نهرسراج او د لښکرګاه ښار ته څېرمه هغه وخت وشوې چې وسله والو طالبانو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر باختر آژانس ته وويل چې په دغو نښتو کې د څو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ٣٠ طالبان وژل شوي دي.
د دغو جګړو په پایله کې د يرغلګرو څو جنګي وسايل او موټرسايکلونه د پوځيانو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته