سیاست

جمهور رئیس غني د لوی کندهار شورا له استازو سره وکتل

کابل باختر دلړم شپاړلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تير ماښام د لوی کندهار شورا له یو شمېر مشرانو او استازو  سره په ارګ کې وکتل .
دجمهوررييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورګړ.
په دې کتنه کې لومړی محمدایوب رفیقي، شېرمحمد اخندزاده، معلم میرولي، عبدالجبار قهرمان، محمدهاشم الکوزي او عبدالودود پوپل  د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د هلمند ولایت د امنیتي وضعیت او ستونزو په هکله یې جمهور رئیس ته معلومات وړاندې کړل.
  هغوی د حکومت له برنامو او د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ دڅرګندولو پرمهال په یاد ولایت کې د امنیتي سکتور د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
جمهور رئیس غني د لوی کندهار شورا د مشرانو د وړاندیزونو او غوښتنو له اورېدو وروسته وویل، ستاسو ګډ حرکت یو تاریخي حرکت دی او خوښ یم، چې ټول په یوه غږ د  هلمند او ټول افغانستان ساتنه کوئ.
جمهور رئیس وویل، هلمند ولایت هر افغان ته حیاتي ارزښت لري. هغه زیاته کړه، د افغانستان د خلکو دښمنانو په هلمند ولایت کې د غازو نل لیکې، برېښنا او د اورګاډي کرښې د تېرېدو د اقتصادي پروژو د مخنیوي په موخه هلمند ولایت نارامه کړی دی.
جمهور رئیس د لوی کندهار شورا استازو ته په خطاب کې وویل، سبا همدا ستاسو له منځ څخه یو باصلاحیته پلاوی هلمند ته لاړ شئ او د عمومي وضعیت په هکله اساسي څېړنه وکړئ.
جمهور رئیس غني هغوی ته څرګنده کړه، چې د اړتیا پرمهال له هلمند ولایت څخه د ویډیو کنفرانس له لارې تماس ورسره نیولی شي. هغه ټینګار وکړ، چې په پای کې د خپلو موندنو بشپړ راپور له ده سره شریک کړي.
په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست، د ملي امنیت شورا سلاکار، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې عمومي رئیس او په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته