سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

قطرغواړي له اسلامي امارت سره امنيتي تړون لاسليک کړي

 کابل، د چنګاښ٢١مه، باختر

د اسلامي امارت يو جګپوړي مقام ويلي، چې قطر علاقمندي لري له اسلامي امارت سره د امنيتي همکارۍ تړون لاسليک کړي.

د باختر آژانس مبصر ليکلي: د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد يعقوب مجاهد چې تېره اوونۍ د يو رسمي سفر لپاره د قطر پايتخت دوحې ته تللى و وايي، چې دوحه د افغانستان له اسلامي امارت سره د امنيتي هوکړه ليک لاسليک کولو علاقمندي لري.

نوموړي دغه څرګندونې له ملي ټلويزيون سره په خبرو کې کړې دي.

د افغانستان اسلامي امارت د دغه جګپوړي مقام د څرګندونو له مخې، قطر دغه هوکړه ليک د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو په چوکاټ کې طرحه کړى دى.

مولوي محمد يعقوب مجاهد دغه هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په تامينولو کې يو ښه ګام بولي خو ويلي يې دي، چې په دې برخه کې به سلامشوري وشي او اسلامي امارت اوس له قطر سره  د دغه شان يو هوکړه ليک د څېړنې په حال کې دى.

د افغانستان له اسلامي امارت سره د امنيتي رسمي هوکړه ليک د لاسليک کولو لپاره د قطر دولت تمايل د افغانستان له اسلامي امارت سره د رسمي تعامل لپاره د يو هېواد د علاقمندي ښکارندوى دى او دغه مسئله په ډاګه کوي چې په افغانستان کې له نوي نظام سره  تفاهم، ديالوګ او همکارۍ د هغه له منزوي کولو څخه ښه او معقوله لاره ده

په داسې حال کې چې د دغه نظام د منزوي کولو لپاره هڅې په سيمه ييزو همکاريو کې د بې باورۍ د فضا له ګډوډولو پرته بل څه  نه شي لرلى د څه نا څه يو کال په بهير کې د يو شمېر هېوادونو له خوا زيات تورونه په افغانستان کې د نوي نظام پر وړاندې شتون درلود چې زياتره له واقعيت څخه لرې دي،  که چېرې له پيل څخه خبرې، همکارۍ او هوکړه ليکونه په پام کې واى نن د اسلامي امارت او د نړيوالې ټولنې ترمنځ  د همکارۍ فضا زيات شتون درلود.

اسلامي امارت په افغانستان کې يو تعريف شوى واقعيت دى، چې بايد هغه ومنل شي، د قطر په ګډون يو شمېر زيات هېوادونه په دغه تعريف پوه شوي او دا چې قطر چمتو کېږي له اسلامي امارت سره څرګند تعامل وکړي او هغه ته رسمي بڼه ورکړي د دقت وړ خبره ده.

موږ په وروستيو ورځو کې له افغانستان سره په نړيوال ډګر کې د مثبتو بدلونونو شاهدان يو او دا د دې ښکارندوىي کوي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره نړۍ دې نتيجې ته رسېږي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې يو مشروع نظام دى او که چېرې د سيمه ييزو اړيکو په خبرو کې کومه ستونزه شتون لري  بايد د اسلامي امارت  له لارې وڅېړل شي او دا لرې نه ده چې د قطر په شان نور هېوادونه هم حاضر شي چې د سيمه ييزو او نړيوالو همکاريو لپاره به له اسلامي امارت سره رسمي تعامل پيل کړي.

له شک پرته وروستي بدلونونه ښيي چې اسلامي امارت د نړيوالې ټولنې له خوا  رسميت پېژندلو ته ډېر نیږدې شوى دى.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته