سیاست

دجمهوررئیس غني په مشرۍ دوسله وال پوځ داعلی سرقوماندانۍ غونډه جوړه شوه

کابل باختردتلې دمياشتې ١٧نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه نن له غرمې مخکې په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د احتمالي ګواښونو، د رای ورکولو د مرکزونو د امنیتي تدابيرو او دغه راز د ولایتونو د رای ورکولو مرکزونو ته د ټاکنیزو توکو د لېږد په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ.
جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، ټاکنې یوه ملي او ولسواکه پروسه ده.
ده زیاته کړه: د ټاکنو امنیت مهم دی او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به د ټاکنیزو سیالیو او رای ورکولو لپاره امن فضا رامنځته کړي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، د دښمن تبلیغات په ټاکنوکې د ګډون لپاره زموږ د خلکو د ارادې خنډ نشي کېدای او د ټاکنو امنیت په ښه توګه تامینېږي.#
پاى- ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته