خبرونهاقتصادټولنه

فراه کې سلګونه توغداري مرغان د نسل د تکثیر لپاره آزادې هوا ته خوشې شول

کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر
په فراه ولایت کې د قطر هېواد د الغرافه خیریه بنسټ له کمپ څخه په سلګونو څاړې (توغداري) مرغان له یو کال روزنې وروسته د نسل د تکثیر لپاره په آزاده هوا کې خوشې شول.
د یادو الوتونکو د پرېښودلو په مراسمو کې د قطر هېواد د الغرافه مؤسسې مشر شيخ علي بن عبدالله بن ثاني ال ثاني باختر آژانس ته وويل چې د فراه ولایت په بېلا بېلو سيمو کې په سلګونو څاړې (حبارې) يا توغداري مرغان د نسل د تکثير او له انقراض څخه د مخنيوي په موخه پرېښودل شول.
نوموړي همدارنګه د څاړې پر ساتنې د ټينګار ترڅنګ زياته کړه،‌ چې ياد بنسټ په پلان کې لري، ترڅو په راتلونکي کې د دې الوتونکو د روزنې لړۍ لا پسې وغځوي.
بل خوا د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس محمد عبدالحي سباوون وویل چې د اسلامي امارت راتګ سره سم په هېواد کې الغرافه خيريه بنسټ له څو کلونو را په دېخوا خپلې خيريه کړنې ترسره کوي‌، چې د څاړې د روزنې ترڅنګ ورسره يو شمېر هېوادوالو ته هم د کار زمينه برابره شوې ده.
سباوون همدارنګه د الغرافې مؤسسې د دې کار ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې په دې کار سره به د دې الوتونکو په زياتېدو کې د پام وړ بدلون رامنځته شي.
بايد وويل شي، چې څاړي هغه کډوالې الوتونکې دي، چې د ژمي موسم د تېرولو په موخه له نورو بهرنيو هېوادونو څخه افغانستان ته راځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته