کابل، د لېندۍ ۲۸مه، باختر
د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د اېس.آی موسسې په مالي ملاتړ د ۳۱۶ زره او ۶۲۰ ډالرو په لګښت د ۶ پروژو چارې پیل شوې.
د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس محمد نسیم سرهنګ ګلستان ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د دغو پروژو پرانیسته وکړه چې په کې د څښاک پاکو اوبو د ۲ شبکو جوړول، تر ځمکې لاندې اوبو د کچې د لوړولو په موخه د ۱۹ کیلو متره حوض جوړول، د ۵ کانالونو پاکول، د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي د يو لښتي رامنځته کول، یو کوچنی بند او د ۱۶ څاه ګانو کیندل شامل دي، چې پر مټ به یې ۱۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې، ۳۴۰ کورنۍ به د سېلابونو له زيانونو څخه خوندي او په کې به ۸۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
هېره دې نه وي چې دغه پروژې د ګستان په ۲۸ سیمو کې پلې کېږي چې چارې به یې د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شي.