سیاست

دافغانستان ، پاکستان او دانګلستان دهيوادونودمشرانو غونډه په لندن کې جوړيږي .

کابل باختر د سلواغي اتمه
  دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې په قزاقستان کي داسيا دزړه دهيوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو ددريم کنفرانس د جوړيدو خبر ورکړ او ويې ويل چې په نږدي راتلونکي کې دافغانستان ، پاکستان او دانګلستان دهيوادونو دمشرانوغونډه په لندن کې جوړيږي .
دغه غونډه به تر دريو مياشتو پوري  دقزاقستان په پايتخت الماتا کې جوړه شي .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې په دې خبري کنفرانس کې جانان موسي زي په  متحده عربي اماراتو کې دافغانستان ، پاکستان او دامريکا په دري اړخيزه غونډه کې دافغاني هيئت دګډون خبر ورکړ او ويي ويل  چې په دې غونډه کې په افغانستان کې دسولې له بهير سره دپاکستان دکليدي ملاتړ په باب خبرې وشوې .
دده دڅرګندونو له مخې دافغانستان ، پاکستان او انګلستان ترمنځ درې اړخيزه  غونډه هم دمتحده عربي اماراتو کې جوړه شوه . 
په دې غونډه کې دبهرنيو چارو وزارت دسياسي معين جاويد لودين په مشرۍ دسولې دبهير او په دې بهير کې دپاکستان درول په  باب خبرې وشوې او وپتيل شوه چې دافغانستان پاکستان او دانګلستان دمشرانو غونډه دې په لندن کې جوړه شي .
ده دغه راز وويل چې ټاکل شوې ده دافغانستان او امريکا ترمنځ دامنيتي موافقه ليک په باب دافغانستان او دامريکا دمتحده ايالاتو دخبرو دريم پړاو دروانې اوونۍ په وروستيو وختو کې په کابل کې ترسره شي .
دغه راز ده  په دې خبري کنفرانس کې دقطر دنمايندګي ددفتر او دجمهوري رياست په راتلونکو انتخاباتو کې دحزب اسلامي دمشر حکمتيار  دګډون په  باب  دده دڅرګندونو په باره کې هم خبريالانو ته معلومات ورکړل  .
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى قزاقستان او قرغزستان ته دبهرنيو چارو وزارت دسياسي معين دسفر په باب معلومات ورکړل اوويي ويل چې سياسي معين په دې سفر کې ددواړو هيوادونو له مقاماتو سره دسياسي  اقتصادي او تجارتي اړيکو دپراختيااو دتروريزم او دنشه يي توکو پرخلاف مبارزه کې دهمکاري په باب اوږدي خبرې  کړي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته