کابل، د وري ۱۵مه، باختر
د غور ځايي چارواکو د دغه ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې د غره ښوېیدنې پېښه کې د یوې کورنۍ د ۷ غړو د مړینې خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د چارواکو په خبره، یاده پېښه تېره شپه د چهارسدې ولسوالۍ په خورنج سیمه کې رامنځته شوې چې په کې د یوې کورنۍ ۷ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې دې ته ورته پېښو کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.