TOPروغتیا

اوولس سپېن چپنې سرتيري د ماسترترينر په سويه فارغ شول

– کابل، د غبرګولي ١١ مه / باختر
اوولس سپین چپنې سرتېري چې د بېړنیو زده کړو لپاره کابل ته راغلي وو بېرته خپلو ولايتونو ته له کرونا ویروس سره د مبارزې لومړۍ کرښې ته ورګرځېدل.
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې : دغه ډاکتران له بدخشان، قندهار، پکتیا، پکتیکا، غزني، فاریاب، فراه، لغمان او کونړ ولایتونو څخه کابل ته راغلي او د ماسټر ترينر په توګه روزل شوي دي.
ټاکل شوې ده چې دوی خپلو ولایتونو ته تر بېرته ستنېدو وروسته، دکرونا روغتونونو کې نورو روغتیایي کار کوونکو ته د بېرنۍ پاملرنې په برخه کې روزنه ورکړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، له دغو سپین چپنو سرتېرو سره په کتنه کې د ټولو روغتیایي کار کوونکو په ځانګړي ډول هغوئ چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي د عامې روغتیا وزارت مشرتابه پر کلک ملاتړ ټینګار وکړ، او دوی یې د روغتیا سکتور اتلان یاد کړل.
ډاکترمجروح، د هغه ډاکترانو د ژوند خوندیتوب چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې واقع دي له خپلو لومړیتوبونو څخه وباله او ویې ویل: د دوی لپاره به د امتیازاتو او امکاناتو په برابرولو کې هېڅ ډول هڅه ونه سپموي.
دغه راز دغو ډاکترانو ژمنه وکړه چې د کرونا ناروغانو ته د لاسرسي او درملنې لپاره به په پوره ایماندارۍ او توان هڅه وکړي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته