نړۍ، د غوایي ۲۱مه، بهرنۍ رسنۍ
د لبنان حزب الله ډلې نن شنبې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اسرایلو سره پوله کې یې د صهیوسنت رژیم د جاسوسي یو مرکز او سیستم د توغندیو په واسطه په نښه کړی دی.
د روانې جګړې له پیل راهیسې حزب الله ډله د حماس او نورو فلسطیني جهادي ډلو په ملاتړ پر اسرایلي لوري بریدونه کوي او په دغې موده کې یې پراخ زیانونه هم وراړولي دي.
ورته وخت کې اسرایلي ځواکونو بیا د غزې پر رفح ښار، مرکزي سیمو او نورو بېلابېلو سیمو کې د ځمکنیو او هوایي بریدونو په واسطه ملکي خلک په نښه او شهیدان کړي دي.
دغه راز تر ۱۰۰ زرو ډېرو کسانو ته د رفح ښار د پرېښودو او نورو سیمو ته د کډه کېدو خبرداری ورکول شوی دی.