خبرونهټولنه

غزني کې پر دوو قاتلینو د قصاص الهی حکم تطبیق شو

کابل، د کب ۳مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې خبر ورکړی چې نن د غزني د مرکز د علي لالا کلي په فوتبال سټېډيوم کې پر دوو قاتلینو باندې د قصاص الهی حکم تطبیق شو.
سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي لومړی قاتل سید جمال د میدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ، د لوړې کلي اصلي او فعلي اوسېدونکی و، امیر محمد چې د همدې کلي اوسېدونکی و، په ١٤٣٨ د ذوالحجې په ۱۰ مه نېټه په آله جارحه چاقو سره وژلی و.
د خبرپاڼې له مخې دوهم قاتل ګل خان د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د سليم چار دېوال كلي اصلي او فعلي اوسېدونکی و، محمد قسيم چې د همدې کلي اوسېدونکی و په ١٤٠٠/١٠/١٢ هـ ش نېټه په آله جارحه چاقو سره وژلی و.
خبرپانې کې راغلي چې دغه دواړه موضوعات د اسلامي امارت د درې ګونو محاکمو ابتدائیی، مرافعی او تمیز لخوا په بېل بېل ډول په خورا دقیق او مکرر ډول وڅېړل شول چې په پایله کې پرې د قصاص حکم صادر او تائید شو وروسته دغه حکمونه د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر امير المؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله حضور ته د تائید لپاره وړاندې کړل شول.
د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله لخوا هم د دغو موضوعاتو په اړه د وروستي احتیاط په منظور فوق العاده خبرنه وشوه، چې په پایله کې په قاتلینو باندې د قصاص شرعي حكم د تطبيق امر ورکړل شو او نن د ١٤٤٥ هجري قمري کال د شعبان المعظم د مياشتې په ۱۱ مه نېټه د غزني ولايت د مرکز علي لالا کلي په فوټبال سټېډیوم کې د هیواد والو په یوه مجموعه کې تطبیق کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته