کابل، د لېندۍ ۴مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد او مل پلاوي د روزګان ولایت د عامې روغتيا ریاست مسئولینو او په دې ولايت کې د روغتيايي خدماتو تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره په کتنه کې وویل چې په تېرو دوو کلونو کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې سلګونه روغتیايي مرکزونه جوړ کړي او د لسګونه نورو د جوړولو پلان لري.
نوموړي په دغه کتنه کې د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسئولین او د روغتیايي خدمتونو د تطبیق کوونکو مؤسسو استازي د ولس لا ښه خدمت او د معیاري او عادلانه روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته وهڅول.
عباد زیاته کړه، چې په تېرو دوو کلونو کې یې تر ۳۰۰ زیات روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي او د ۲۸۵ نورو روغتیايي مرکزونو د جوړولو پلان لري.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست همدارنګه وویل په پلان کې ده، چې د هېواد روغتیايي سیستم ډیجیټلایز کړي، چې له دې سره به په روغتیايي برخه کې همغږي لا پیاوړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کندهار په سپین بولدک کې د روغتیايي خدمتونو د ارزونې په موخه هلته سفر کړی و.