میدان ښار/باختر د چنګاښ ۱۶ مه
د میدان وردګو د نرخ او چک ولسوالیو په مربوطاتو کې د نرخ ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو له لورې د نومول شوي ولسوال په ګډون ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریفزي باختر اژانس ته وویل چې، دغه وسله وال طالبان تېره شپه د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لورې په ترسره شویو عملیاتو کې وژل شوي دي.پای/وصال
2 د یوې دقیقې څخه لږ