خبرونهامنیت

شپږ ويشت طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ۱۷ مه / باختر

په قندهار کې ۲۶ وسله وال طالبان له پوځیانو سره په نښتو کې ووژل شول.

دغه نښتې هغه وخت وشوې چې وسله والو طالبانو په سپين بولدک، پنجوايي او ارغنداب ولسواليو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل.

د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې په دغو جګړو کې ٢٦ وسله وال طالبان ووژل شول.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبرله مخې:

پوځيانو په قندهار کې د ٣٠ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.

تراوسه د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته