کابل / دليندى ١٢مه /باختر
په سمنګګانو کې د کرنې رياست مسوولان وايي د دغه ولايت په کچه ٣٦٠ کرنيزې پروژې په راتلونکې اوونۍ کې پاى ته رسېږي.
په دغو پروژو کې د پيازو د سلو زيرمو، د پټاټو د ١٥٠ زيرمو، د تازه ميوو ١٠ سړې خونې او د سبو او ميوو د وچولو ١٠٠ دستګاوې شامل دي.
ويل کېږي دغه پروژې د ١٣٥ميليونو افغانيوپه لګښت د کرنې وزارت له بودجې څخه او د خلکو د ١٠ سلنې په ونډې سره جوړې شوې دي.
ختم_ شکريه _اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ