خبرونهټولنهTOP

سپين بولدک له لارې پرون ۴۵ کورنۍ هېواد ته را ستنې شوې

کابل، د مرغومې ۵ مه، باختر

په کندهار کې د ثبت, تثبیت او استقبال کمېټې مسوولینو د سپین بولدک له لارې د ۴۵ کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.

د تخته پل ولسوالۍ اړوند په انځرګي کمپ کې  د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې مسئولين وايي، له پاکستان څخه ۴۵ کورنۍ هېواد ته را ستنې شوي، چې د کسانو شمېر یې ۲۴۵ ته رسېږي.

سرچینې زیاته کړې چې یادې کورنۍ د مرستو اخيستلو له پاره بېلا بېلو موسسو ته ور پېژندل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته