خبرونهاقتصادټولنه

سمنګان کې پر نږدې ۵ کیلو متره سړک د جغل اچولو چارې بشپړې شوې

کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر 

د سمنګانو ځايي چارواکو د دغه ولایت په رويي دوآب ولسوالۍ کې پر نږدې ۴،۵ کیلو متره سړک د جغل اچولو او بیارغونې د چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د رسنیو مسوول ثمرالدین شاهرخي باختر اژانس ته وویل چې دغه کلیوالي سړک د (یونپس)  دفتر په مالي مرسته د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ د یوه خصوصي شرکت په تخنیکي همکارۍ د رویي دوآب ولسوالۍ کې د ۳۷ زره ۸۹۸ امریکايي ډالرو په لګښت د ۴،۵ کیلومترو په اوږدوالي بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي په خبره یاد سړک ۶ متره سور لري، چې د هزارسم له کوتل څخه تر خواجه زاهد کلي پورې غځیدلی دی.

د یاد سړک په بشپړېدو سره د یادې ولسوالۍ د ۲ زره کورنیو ترانسپورتي ستونزې هوارې او د کار په جریان کې یې لسګونه تنه اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته