ورزش

د ننګرهار کلب لوبډلې د فوټبال سیالیو اتلولي خپله کړه

کابل / د تلې ۳ مه / باختر
د (ننګرهار کلب) لوبډلې په ننګرهار کې د ٨ لوبډلو ترمنځ د فوټبال پیل شویو سیالیو کې د اتلولۍ جام په خپل نامه کړ.
د ننګرهار د بدني روزنې او المپيک ریاست په دغه ولایت کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ جوړې کړې وې چې ١٥ ورځې یې دوام وکړه.
د ننګرهار د بدني روزنې او المپيک رییس خان محمد کاکړ باختر آژانس ته وویل چې د (ننګرهار کلب) او (درونټې) لوبډلو پایلوبې ته لاره پيدا کړه چې ننګرهار کلب وکولای شول چې دوه د یو پر وړاندې درونټې لوبډلې ته ماتې ورکړي او اتلولي په خپل نامه کړي.
په دغو لوبو کې د غوره ګول وهونکی مقام شکیل احمد خپل کړ.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته