کابل، د وري ۳۰ مه، باختر
د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې د نیمه پاتې څلور لارې د بیا رغولو چارې د شاوخوا ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې دی.
د یاد ولایت د خلم ولسوالۍ ښاروال مولوي خیرمحمد خیرخواه د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د یادې څلور لارې د بیارغولو چارې د تېرې ادارې پرمهال پیل شوې وې، خو د فساد د شتون له امله یې کارونه ځنډېدلي وو، خو اوس مهال یې پاتې چارې د کام ایرهوايي شرکت رییس زمری کامګار په مالي ملاتړ پیل شوي او په نږدې راتلونکي کې به پرانیستل شي.