خبرونهټولنهروغتیا

زابل کې د بېړنیو او ترافیکي پېښو ته د رسېدنې روغتیایي مرکز پرانیستل شو

کابل, د مرغومې ۲۵ مه, باختر

د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې د یو ټروما سنټر یا بېړنیو او ټرافیکي پیښو ته د رسېدنې روغتیايي مرکز د پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر ميرويس افغان د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د کابل کندهار لويې لارې په  اوږدو د شهرصفا ولسوالۍ مرکز کې د عامې روغتيا رياست په هلوځلو او د انټرساس موسسې په مالي ملاتړ د ترافیکو او بېړنیو پېښو ته د رسیدګۍ لپاره روغتیايي مرکز/ټروماسنټر فعالیت پیل کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې دا مرکز مجهزه ودانۍ، بشپړ روغتیايي پرسونل او ټول امکانات لري چې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې به ټرافیکي او نورو بیړنیو پیښو ته پر وخت رسېدنه کوي.

د هغه په وینا دا مرکز د دې ترڅنګ چې بیړنیو پېښو ته رسېدنه کوي په ورځني ډول به د دغې ولسوالۍ ولسونو ته روغتیايي خدمات هم وړاندې کوي.

پرهمدې حال د دې روغتیايي مرکز کارکوونکو او مسؤلینو وویل چې دوی به د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې هېڅ وخت د ستړیا احساس ونکړي او په ۲۴ ساعته توګه بیداره او د خپلو هېوادوالو خدمت به کوي.

د هغوی په وینا پوره امکانات په واک کې لري چې کولای شي غوره روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته