کابل، د وري ۱۰مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره سم د سولې او امن له ټینګښت سره هم مهال هېواد ته د افغان کډوالو د راتګ لړۍ پیل شوې چې زابل ته هم تر دې دمه ۳۶۰۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.
د دغه ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو آمر مولوي عبدالقهار باختر آژآنس ته وویل، چې زابل کې د شملزو ځنځیر دروازې له لارې راستانه شويو کډوالو ته پر وخت رسېدنه شوې او اوسمهال کلات ښار کې کډوالو ته د ځمکو د وېش برخه کې هم هڅې روانې دي ترڅو ورته د سرپنا ورغول شي.
د نوموړي په وینا، د زابل کډوالو ښارګوټي یو شمېر سیمې غصب شوې وې چې یوه اوونۍ وړاندې يې له غصب څخه د راګرځولو لړۍ پیل شوه او ټاکل شوې غصب شوې سیمې بېرته راوګرځول شي.