خبرونهسیاستTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

روسیه به د افغانستان  اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې د امریکا او نورو هېوادونو تر اغېز لاندې را نه شي

کابل، دغبرګولي٢٦مه، باختر

د روسیې یوه جګپوړي ډیپلومات ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې له امریکا پيروي نه کوي.

د باختر آژانس مبصر ليکي؛ د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رييس ځانګړي استازي ضمیرکابلوف په افغانستان کې د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو د امکان  په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي، چې روسیه به د افغانستان  اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې د امریکا او نورو هېوادونو تر اغېز لاندې را نه شي.

دا څرګندونې د امریکا هغو دسیسو ته ښکاره ځواب دی، چې غواړي پر نورو هېوادونو خپله اراده او نظریات تحمیل کړي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت  د بریا په لومړیو ورځو کې یو ځل بیا امریکا د افغانستان د شتمنیو کنګل او پراسلامي امارت د نورو بندیزونو په لګولو سره د نړۍ له هیوادونو څخه په کلکه وغوښتل چې په افغانستان کې اسلامي امارت په رسمیت ونه پیژني، که نه نو د دغه هېواد له بندیزونو سره به مخ شي.

دغه شان يو حرکت پر نورو هیوادونو د یو اړخیزه غوښتنو او نظرونو تحمیلول دي، متحده ایالات کولای شي په آسانۍ سره د نړیوالو اسعارو په توګه د ډالرو ترويجول او د نړیوال بانک په څیر د لویو نړیوالو اقتصادي بنسټونو په اداره کولو سره هر هیواد د بنديزونو له ګواښ سره مخ کړي  او د زور خبرې وکړي.

د اسلامي امارت له بيا بریا وروسته يو شمېر زيات هېوادونه په افغانستان کې له نوې ادارې سره تعامل ته داخل شوي او د یو شمېر زياتو هېوادونو سفارتونه په کابل کې فعال دي او د اسلامي امارت لوړ پوړو پلاوو بهر ته سفرونه کړي او د ګڼ شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو لوړ پوړي پلاوي کابل ته راغلي دي؛ خود اسلامي امارت د رسميت پيژندلو مسئله لا هم روښانه نه ده؛ خو دا حالت زيات دوام نه کوي، ځکه چې د نړۍ هېوادونه د خپلو ګټو په لټه کې دي نه د نورو د انحصاري پلانونو.

د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ویلي چې نړۍ له اسلامي امارت سره یو ډول توافق او تعامل لري او اسلامي امارت به ډیر ژر په رسمیت وپیژندل شي.

په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې د ټولمنلي حکومت د جوړولو په ګډون د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو موضوع په ځانګړو شرایطو او غوښتنو مشروطه کړې ده.

اسلامي امارت ټینګار کوي چې په افغانستان کې ټولمنلی حکومت فعال دی او که امریکا او غربي هیوادونه د تېر په څېر د یوه حکومت د جوړولو خبره کوي، جوړول یې ناشوني دي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا  واکمنۍ څخه لس میاشتې تیریږي، که څه هم هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی؛ خو وخت د اسلامي امارت په ګټه دی او د زياتو هېوادونو تعامل ښيي چې  د افغانستان د انزوا کولو پلان نور کار نه کوي او نور هېوادونه  به په افغانستان کې د خپلو ګټو په خاطرلاس په  کارشي نه د امریکا د ګټو او دیکتې پراساس. ډېر داسې هېوادونه شته چې اوس نه غواړي په نړیوالو چارو کې له امریکا سره  بيعت وکړي او خپلې ګټې د امریکا د ګټو په قمار کې کېږدي. د افغانستان خلک هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر اراده او استقلال لري، هغه حقیقت چې امریکا يې باید ومني او نورو ته دې د ماجرا ډکو سیاستونو له ديکته کولو څخه  ډډه وکړي.

| ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته