نړۍ، د غوايي ۱۷ مه، بهرنۍ رسنۍ
د اسرایلي رژیم صهیونست پوځ اعلان کړی، چې د غزې په کریم ابو سلیم سیمه کې د حماس غورځنګ د راکټي برید په پایله کې یې درې تنه پوځيان وژل شوي دي.
حماس غورځنګ بیا ویلي، چې یاده سیمه کې یې د صهیونست اشغالګرو ځواکونو یو مرکز په نښه کړی، چې ګڼشمېر عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
ورته وخت کې د لبنان حزب الله ډلې ویلي، چې د اسرایلو شمال کې یې د دغه رژیم مهم پوځي ځایونه په نښه کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو دوه ورځو کې د اسرایلي ځواکونو مرګ ژوبله د پام وړ زیاته شوې ده.
اسرایل په روانه جګړه کې د خپلو تلفاتو په اړه اصلي معلومات نه خپروي، خو د ځینو اسرایلي او نورو نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ښایي د فلسطیني جهادي ډلو پر وړاندې زرګونه صهیونیست پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي وي.