سیاستخبرونهټولنهTOPنړۍ

رئيس الوزراء: نړۍ د فلسطین مظلومو خلکو سره روان جنايتونه نه ویني، خو په افغانستان کې د بشري حقونو په نوم د جعلي ادعاوو په تکرارولو سره د اسلامي نظام د بدنامولو هڅې کوي

کابل، د کب ۱۴مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ پرون، د ریاست الوزراء اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا غونډه په ارګ کې ترسره شوه.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې غونډې موخه د ریاست الوزراء اړوندو ادارو کې د چارو د لا چټکتيا، په اداري چارو کې د ځنډ مخنیوی، د همغږۍ زیاتوالی او لا زیات شفافیت رامنځته کول وو.

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء په دغه غونډه کې په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره د ټولو مجاهدینو د قربانيو د ستايلو تر څنګ وویل چې  ټول بايد د نظام د پایښت او ملاتړ لپاره ورسپارل شوي مسؤلیتونه په سمه توګه ترسره کړي.

رئیس الوزراء همدارنګه په فلسطین کې روانو ظلمونو ته په اشارې سره وویل چې نړۍ د فلسطین مظلومو خلکو سره روان جنايتونه نه ویني خو په افغانستان کې د بشري حقونو په نوم د جعلي ادعاوو په تکرارولو سره د اسلامي نظام د بدنامولو هڅې کوي.

هغه د چارو د لا ښه انسجام په موخه ټولو ته لارښوونه وکړه، چې خپلو مسؤولیتونو ته دې متوجه واوسي، له مراجعينو سره نېک چلند وکړي، پر وخت د هغوی کارونه ترسره او د خنډ او ځنډ لامل يې ونه ګرځي.

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند، د خپلو خبرو په پای کې د ټولو امارتي ادارو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې په چارو کې له عدالت او احتیاط څخه کار واخلي او د بیت المال ساتنې ته دې جدي پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ نورالحق انور په دې غونډه کې ویلي، چې په شرعي او سالمه توګه د مسؤولیت ترسره کول بهترین عبادت دی او د اسلامي نظام موخه دا ده، چې د الله (ج) د رضا لپاره د هغه د بندګانو په ښه توګه خدمت وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته