کابل/ د کب ٢٢ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن د فرهنګي ميراثونو د ساتنې ملي ورځ په ملي موزيم کې ونمانځله .
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې: په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معينانو او رييسانو او يو شمېر فرهنګيانو په ګډون جوړه شوې وه، لومړى د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري اوګرځندوى معين سعد الدين سعيد د افغانستان د فرهنګ د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې د فرهنګي ميراثونو ساتنې لپاره اسلامي امارت کلک هوډ لري.
ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعين مولوي عتيق الله عزيزي په خپلوخبرو کې وويل د دې غونډې جوړول د هېواد فرهنګي ميراثونو ته د اسلامي امارت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرنې څرګندونه کوي .
هغه وویل: فرهنګي میراثونه د افغانستان او د دې خاورې د خلکو تاریخ او هویت څرګندوي او اسلامي امارت د تاریخي اثارو د قاچاق، انتقال او غیر قانوني کیندنو د مخنیوي لپاره کار کوي.
مولوي عزيزي وويل: سره له دې چې په تېرو وختونو کې يو شمېر تاريخي سیمې خلکو غصب کړي؛ خو اسلامي امارت د هېواد د تاريخي ځايونو، لرغونو اثارو او فرهنګي ميراثونو ساتنې ته ژمن دی.
ورپسې د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو مرستیال ذبیح الله مجاهد د فرهنګي میراثونو د ارزښت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د فرهنګي میراثونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کوي.
هغه زیاته کړه: د هېواد تاریخي اثار زموږ د تېر تاریخ د پوهې کچه او د ټولنیز ژوند څرنګوالى ښيي.
مجاهد همدا راز له نړيوالو موسسو وغوښتل چې د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې له اسلامي امارت سره مرسته او همکاري وکړي.
هغه ټینګار وکړ، هغه تاریخي ابدات چې د دې خاورې د پخوانیو فرهنګي میراثونو حیثیت لري، ساتنه یې د دولت تر څنګ د هر افغان دنده ده او اسلامي امارت هڅه کوي چې د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې ترڅنګ د هېواد د پولو او امنیت په ساتنه کې هم هڅې وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د کوشاني نړيوال څېړنيز مرکز رييس سرڅېړونکى کتاب خان فيضي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار شيخ حسن خان، د خلکو د فرهنګ رياست استازي نعمت الله صافي او کریم الله ارین په ترتیب سره د فرهنګي میراثونو پر ارزښت خبرې وکړې.
دغه راز په غونډه کې د کمال الدین بهزاد د سبک یو مستند فلم هم نندارې ته وړاندې شو او ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیالانو د فرهنګي میراثونو د ساتنې د ملي ورځې په مناسبت د افغان هنرمندانو د لاسي صنایعو نندارتون د ګډونوالو پرمخ پرانېست.
\ ذ