خبرونهامنیتټولنهTOPروغتیا

د ۲۱۵ العزم قل اردو هوایي ځواک په واورو کې ایسار ۱۵ تنه ناروغ هېوادوال ژغورلي

کابل، د کب ۱۳مه، باختر
د ۲۱۵ العزم قل اردو هوایي ځواک د هلمند د باغران ولسوالۍ اړوند تور بند سیمې النجي کلي کې چې د غور سره پر پوله پروت دی په واورو کې ایسار ۱۵ تنه ناروغ هېوادوال ژغورلي دي.
دغه کلي کې تېره شپه یوه ۶ میاشتني ماشوم خپل ژوند بایللی و، چې نن د ۶ مېرمنو، ۵ ماشومان او ۴ نور هېوادوال چې ناروغ و و، د ولایت مقام په لارښوونه او د ۲۱۵ العزم قل اردو هوايي ځواک پر مټ وژغورل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبد الباري راشد باختر آژانس ته وویل چې د یادو ۱۵ تنه ناروغانو روغتیايي حالت ښه نه وو تر ژغورلو وروسته د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته انتقال شوي او د النجي کلي پاتې خلکو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي د الوتکې په مټ ورسول شول.
ورته مهال ژغورل شویو کسانو د افغانستان اسلامي امارت له مسوولینو څخه مننه وکړه چې پر وخت يې ستونزو ته رسېدنه وکړه او د دوی ژوند یې وژغوره.
دغه کسان په داسې حال کي وژغورل شول چې تېره ورځ هم ۷ تنه په نوزاد ولسوالۍ کي د هوايي ځواک په مرسته ژغورل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته