امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په لوګرکې ووژل شول

کابل  باختر دليندۍ پنځمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان تېره شپه په لوګر ولايت کې ووژل شول .
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د صفر-۱ د ځانګړو ځواکونو په عملياتوکې چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د دغه ولايت په مرکز پورې اړوند د پادخواب شانه کلي په ميدانک سيمه کې  ترسره شول، ووژل شول .
احمدزي زياته کړه چې په دغو عملياتوکې  ٩ تنه مشکوک کسان نيول شوي دي.
د سيمې يوشمېر اوسيدونکو د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې په دغو عملياتوکې د خلکو د استوګنې کورونه هم ويجاړ شوي دي.
ختم_ شکريه_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته