سیاستخبرونهټولنهTOP

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست تخار ته سفر وکړ

 کابل، د مرغومې ۲مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني شمالي ولایتونو د سفرونو په لړ کې تخار ته سفر وکړ.

خلیل الرحمن حقاني د دغه ولایت د غونډو په تارلار کې جوړه شوې غونډه کې په هېواد کې د راستنېدونکو په د وضعیت په تړاو خبرې وکړې او په دغه ولایت کې یې له کورنیو، بهرنیو موسسو او خلکو وغوښتل چې له راستنېدونکو سره مرسته وکړي.

نوموړي دغه راز خلکو ته د اتحاد او اتفاق بلنه ورکړه او ويې ويل چې د سوکالۍ او خلاصون يوازینۍ لاره اتفاق دى.

حقاني له راستنېدونکو سره د تخار د خلکو له نه ستړې کېدونکې همکاریو او ملاتړ څخه مننه وکړه.

ورته مهال په دې غونډه کې یو شمېر مسوولینو، مخورو او ګډونوالو ژمنه وکړه، چې په خپل ټول توان له راستنېدونکو سره مرستې او همکارۍ ته چمتو دي او له راستنېدونکو سره به د همکارۍ او ملاتړ په برخه کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته