ښوونه او روزنه

دهرات دپوهنتونونو داکادميکي تاسيساتو دجوړولو کار ګړندې کيږي

هرات باختردثور دمياشتي٣٠ نيټه :

دهيواد دلوړو زده کړو وزير دهرات ولايت ته دسفر په بهيرکې  دهرات پوهنتون  له اکادميکي فعاليتونو سره دملاتړ په اعلامولو سره دپوهنتون دساختماني  کمپلکس دبشپړولو په خاطر  دهمکاري ژمنه وکړه .

په داسي حال کې  چې دهرات پوهنتون  دساختماني  کمپلکس  په بشپړولوکې دځنډ په باب په وار وار دمدنې مرکزونو او غوره شخصيتونو اوپه پارلمان اوولايتي شوراګانو کې  دخلکو داستازو له خوا نيوکي شوي دي   دلوړو زده کړو وزير پوهاندډاکتر عبيدالله عبيد  دپوهنځي دساختماني کار دکتنې په ترڅ کې  چې دجوړولو چاري يي په سلو کې  نوي پرمخ تللي دي ددغو تاسيساتو دساختماني  کار بشپړيدو په خاطر دلوړو زده کړو وزارت دجدي  علاقمندي  خبره وکړه .

باختراژانس  دپوهنتون دمسوولينو  له خولې خبر راکړ چې  دکرنې  دپوهنځي دجوړولو کار دامريکا دمتحده ايالاتو ددريومليونو څلورسوه زرو امريکايي ډالرو د مالي مرستي په لګښت  يو کال مخکي پيل شوي  او دراتلوونکي مياشتې ترپايه پورې ګټې اخيستنې ته سپارل کيږي.

دهرات پوهنتون رييس پوهنمل ميرغلام عثمان بارزحسيني دڅرگندونو له مخې ګټي اخيستنې ته ددغو تاسيساتو په سپارلو سره  چې دهرات  پوهنتون په ساختماني کمپلکس  کې شامل دي دځاى دکمښت له پلوه دمحصلانو ستونزې لري کيږي .

دلوړو زده کړو  وزير ددغي  کتنې په بهيرکې  چې دهرات  دوالي ډاکتر داودشاه صبا اويوشمير دولتي مقاماتو په ملګرتيا وشوه دپوهنتون دمسوولينو کارونه اوددغه اکادميک مرکزعلمي برياليتوبونه وستايل  اودپوهنتون داستادانو او اداري هيئت په غونډو کې يي دغه برياليتوب دځان اودلوړو زده کړو وزارت دخوښي سبب  وباله .

دا په داسي حال کې ده چې دولايت دمقام دغوښتنې له مخې دمجري دساحتماني شرکت  رييس ښاغلي الکوزي دپوهنتون  دنويو تاسيساتو  دجوړولو دطراحي  ژمنه وکړه  ؛چې دپوهنتون دننوتلو او دوتلو ددروازو ودانۍ له خپلي شخصي بودجي څخه جوړ کړي .

پوهاند عبيد دهرات پوهنتون علمي پرمختګونه لوړ او دهيوادپه کچه بي ساري وبلل اوددغو برياليتوبونو په ترلاسه کولو کې يي دولايت د مقام ملاتړ مهم وباله  .

ده دخبريالانو اوسيمه ييزو مسوولينو په غونډه کې دهرات پوهنتون دنيمه کاره ودانۍ دپروژې دبشپړولو په خاطر  ددغه وزارت علاقمندي څرگنده کړه  او دهرات ولايت ته يي دخپل سفر اصلي هدف  ددغه ولايت په کچه  دلوړو زده کړو دحالت څيړنه وبلله .

پوهاند عبيددخپل اووه کارې لومړيتوبونو  چې ددرسي نصاب نوى کول دسمسترونو دازموينو يوخيل کول ، دنړۍ له هيوادونو سره دهيواد دپوهنتونونو تواميت  اودلو ړو  زده کړو دستونزو لري کول دي بيان کړي.

دلوړو زده کړو وزير چې په ځينو خصوصي  پوهنتونونو کې  يي دلوست بهير هم وکوت وويل  په راتلوونکي کې  دلوړو زده کړو دوزارت له خوا دزيات  شميرکتوونکي هيئتونه  ولايتونو ته استول کيږي چې دخصوصي لوړو زده کړو  دموسسو تدريسي  چارې وڅيړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته