خبرونهاقتصادټولنه

د کندهار د برېښنا ریاست عواید د تېر کال په پرتله ۴۶ سلنه زیات شوي

کابل، د لېندۍ ۲۶ مه، باختر

د کندهار د برېښنا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د برېښنا ریاست په عوایدو کې د تېرکال په پرتله ۴۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کندهار برېښنا حوزې ریاست یوه مسئول حاجي محمد ارشاد احمدي د باختر اژانس خبریال ته وویل، چي د تجارتي څانګې له لوري د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په تېرو اتو میاشتو کې  ۷۹۹ میلیونه ۳۰۴ زره افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د یادونې وړده، چې د تېر۱۴۰۱ لمریزکال په لومړیو اتو میاشتو کې ټولټال ۳۶۸ میلیونه ۵۸۶ زره افغانۍ عواید راټول شوي وو، اوس دغه ارقام ښيي چې د سږ کال په راټول شویو عوایدو کې ۴۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته