فرهنګ

د ملامشک عالم د شخصيت د درناوى د غونډې د جوړولو په خاطر مقدماتي غونډه جوړه شوه

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٩
داطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په مشرۍ د ملامشک عالم د شخصيت د درناوى د غونډې دجوړولو د کميسيون مقدماتي غونډه جوړه شوه .
دباختر آژانس دخبرله مخې: په دې غونډه کې چې د يوشمېر درنو عالمانو ، پوهانو او فرهنګي شخصيتونو په ګډون جوړه شوې وه؛ داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين د ملامشک عالم د شخصيت او کارنامو د يادونې د غونډې د جوړولو دڅرنګوالى په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: ((په پام کې ده چې د لړم په پنځمه نيټه د يکشنبې په ورځ د نوميالى عالم په ملامشک عالم مشهور د ملا دين محمد د شخصيت د درناوى غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالارکې جوړه کړو .))
ډاکتر رهين زياته کړه چې دغه ګران شخصيت زموږ د ملت حقدار دى چې هم ديو جيدعالم په توګه او هم ديوسترمجاهد او د پيژندل شوى مظلوم سياسي مبارز په توګه چې د پرديو د استعمار او کورنى استبداد په وړاندې يې مبارزه وکړه او وجنګيده.
داطلاعاتو او فرهنګ وزير وويل: ((داسلامي نړۍ د فرهنګي پايتخت په توګه دغزني د نمانځې ترڅنګ به د درناوي دغه غونډه جوړه شي او دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به ددغه پيژندل شوى عالم د آرامګاه په ترميمولو لاس پورې کړي.))

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته