کابل / د سلواغی / ۷ / باختر
د کندز د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د څښاک ۱۷ څاګانې د کندز ښارته څېرمه ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د کندز د مهاجرینواو راستنېدونکو چارو ریاست مسوولینو باخترآژانس ته وویل چې د څښاک اوبو دغه څاګانې د نوآباد، ترکمنانو، انګورباغ ، ګله تپه ، چارتاق او سه درک په ساحو کې ترمیم او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي .
دوی وویل چې دغه څاګانې د ښځو د استعدادونو د ودې موسسې له لوري یوځل بیا ترمیم او د دغو ساحو د اوسېدونکو د استفادې وړ وګرځېدې.
د یادونې وړده چې د دغه دفتر د کار بهیر د کندز د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا ، اقتصاد او د مهاجرینوچارو استازو له لوري څارنه او څېړل شوی دی.
ع