سیاست

دجمهور رييس حکم

کابل -باختر د غبرګولى دمياشتې ١٨
د بغلان ولايت د ګذرګاه نور ولسوالۍ د سيلاوځپلو د سملاسي څيړنو لپاره د يوې کميټې د موظف کولو په لاره کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي حکم صادر شو.
دباختر آژانس دخبرله مخې: په هغې اعلاميه کې چې د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا د لوى رياست د اطلاعاتو او عامه ارتباط د رياست له لارې خپره شوې ده؛ ويل شوي دي:
د بغلان ولايت د ګذرګاه نور ولسوالۍ سيلاوځپلوته د بيړنيو مرستو د تنظيم په مقصد د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس، د کليو د بياجوړولو او پراختيا د وزير ويس برمک په مشرۍ او د فوايد عامې او د عامې روغتيا د وزارتونو د معينانو، له پيښو سره د مبارزې د ملي ادارې د مرستيال او د بغلان د والي په غړيتوب يوه کميټه منظوره کړه.
کميټه موظفه کړې شوې ده چې د پيښې د قربانيانو د جنازو د ښخولو او تدفين د مراسمو د پرځاى کولو، زيانمنو شويوکليوته د غځيدلو ويجاړو شويو لارو د بيا پرانستلو، د لومړنيو اړتيا وړ خوراکي توکو، جامو او درملو د رسولو په باب اقدام وکړي او د وزيرانو شوراته دې رپوټ وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته