خبرونهاقتصادټولنه

د کندز ښاروالۍ د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه لویې او وړې پروژې پلي کړي

کابل، د سلواغې ۲۴مه، باختر
د کندز ښاروالۍ مسوولینو سږ کال په دغه ولایت کې د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۷ لویو او وړو پروژو د پلې کولو خبر ورکړی دی.
د کندز ښاروال قاري ګل نبي انس نن د ښاري خبرو اترو په پروګرام کې وويل چې د دغو پروژو د پلي کولو ترڅنګ یې په تېرو ۱۱ میاشتو کې د ښاروالۍ ریاست ۱۴۵ ميليونه افغانۍ عوايد هم راټول کړي دي.
انس زیاته کړه چې دغه عواید یې د ښاروالۍ ریاست اړوند ملکيتونو، د جوازونو وېش، شاهي او صفايي له برخو څخه راټول کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته