ټولنه

په پکتیکا کې د احصایې آمریت د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

ښرنه باختر د زمري د مياشتې ۱۴ مه
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې داحصایې امریت لپاره د اووه میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړېږي.
دغه ودانۍ د مرکزي احصايې په انکشافي بودیجه په (۲۲۵۰ ) متر مربع ځمکه کې د شپږ ميليونه نهه سوه درویشت زره درې سوه نهه ویشت افغانیو په لګښت جوړېږي، چې رغنیزې چارې به یې د یو کال په موده کې د خوشحال افغانستان ساختماني شرکت له خوا بشپړې شي.
د پکتیکا ولایت د احصائي امرمحمد نبي باختر اژانس ته وویل چې دغه ودانۍ به په نهه ادارې خونو سربیره، تشنابونه، پخلنځی او نورې ټولې اړینې اسانتياوې ولري، چې لګښت به یې د مرکزي احصائي له انکشافي بودیجې څخه ور کول کېږي
د یادونې وړ ده، له دې وړاندې د احصایې امریت وداني نلرله او له همدې امله د د دغه امریت کار کوونکي او خلک له یو شمېر ستونزو سره مخامخ وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته