خبرونهاقتصادټولنه

د کندز د پاسپورټ مدیریت تېر کال ۱۶۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي 

کابل، د وري ۲۰مه، باختر 

د کندز د پاسپورټ آمریت مسوولینو د ۲۷ زره پاسپورټونو وېشلي چې له درکه یې ۱۶۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

د یاد ولایت د پاسپورټ مدیر محمد حنیف حنیف د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې یاد آمریت د ۱۴۰۲ کال په لړ کې د یاد ولایت اوسېدونکو ته ۲۷ زره پاسپورټونه وېشلي، چې له امله یې ۱۶۸ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه شوي دي.

حمید ډاډ ورکړ چې په یاد ولایت کې د پاسپورټ غوښتونکو ته په منظم او عادلانه ډول خدمات وړاندې کېږي او د خلکو عرایضو ته په وخت رسېدنه کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته