کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٢
د المپيک ملي کميټې دفوټبال دملي ټيم په سرښوونکي محمد يوسف کارګر بريد غندلى او د يرغلګرو د پيژندنې او مجازاتو غوښتنه يې کړې ده.
د المپيک ملي کميټې باختر آژانس ته د يوه ليک په ليږلو سره د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم په سرښوونکي د بريد د عاملينو د پيژندنې او نيولو غوښتنه کړې ده.
د فوټبال د ملي ټيم سرښوونکي محمد يوسف کارګر د شنبې په شپه د ناپيژاندو کسانو له خوا د چړو په ګوزارونو سره سخت ټپي شو او يوه موده په روغتون کې په خراب حالت کې و او اوس يې روغتيايي حالت مخ په ښه والي بلل شوى دى .
مخکې له دې هم څو تنه ورزشکاران په مرموز ډول د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا وژل شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل