کابل، د کب ۱۶ مه، باختر
د کندز د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي چې په روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې یې د ۶۵ میلیونو افغانیو په لګښت پروژې پلي کړې دي.
د کندز د ټولګټو چارو رییس ملا عبدالخالق حقمل د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې سږ کال یې په دغه ولایت کې د ۶۵ میلیونو افغانیو په لګښت ۶ لویې عام المنفعه پروژې پلې کړې دي.
حقمل زیاته کړې چې په دغو پروژو کې د پلونو رغول, بیارغول او د سړکونو اساسي جوړول شامل دي.
هغه همدارنګ ویلي چې په راتلونکي لمریز کال کې به ۹ ورته نورې پروژې پلي کړي.