کابل باختر دوري اوولسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د ډاډګيرنې او همدردۍ پيغام !
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړچې د افغانستان د اردو يو پخوانى افسر جنرال احمدعلي سنګدل د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ وفات شو.
ارواښادجنرال سنګدل د ملي اردو په بېلابېلوقطعاتوکې خدمت وکړ، وروسته يې د خيريه او د لوړوتعليماتو د موسسو په جوړولوکې ونډه لرله. خدمتونه يې هيوادته د قدر وړ او مړينه يې ضايعه ده.
د خپلې ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب د ده کورنۍ او دوستانوته څرګندوم او د لوى خداى ( ج ) له دربارڅخه متوفى ته د مغفرت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوم.
0 د یوې دقیقې څخه لږ