خبرونهامنیت

د کندز خان آباد ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونيول شوه

کابل / د غبرګولي ٢۴مه / باختر

ملي دفاع وزارت وايي چې د کندز خان آباد ولسوالۍ يې نن غرمه له سختو جګړو وروسته له وسله والو طالبانو بېرته نيولې ده.

باختر آژانس د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې خبر راکړ چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د کندز د خان آباد ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره له هوا او ځمکې څخه عمليات پيل کړل چې له سختې جګړې او طالبانو ته د سر زيان له اړولو وروسته طالبان يې د ولسوالۍ له مرکز څخه وشړل.

خبرځاى زياته کړه چې د خان آباد ولسوالۍ له شاوخوا سيمو څخه د طالبانو د شړلو لپاره عمليات دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې د کندز د ولايتي شورا منشۍ فوزيې جواد يفتلي په واټسپ ګروپ کې خبريالانو ته ويلي و چې وسله والو طالبانو نن سهار خان آباد ولسوالۍ نيولې ده.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته