ټولنه

د کلات ښاروالۍ خپلې چارې ګړندۍ کړې دي

کابل / د تلې ۱۰ مه / باختر
د زابل کلات ښاروالۍ د دغه ولایت په مرکز کې خپلې چارې ګړندۍ کړې دي، دوی له ښاریانو غواړي چې خځلې او کثافات په ټاکل شویو ځایونو کې واچوي.
د کلات ښــاروال ملا علم شاه مقبل وايي چې خپل کـــــاري ټيم ته يي جدي لارښوونه کړې چې ښار له هرډول ککړتيا څخه پاک وساتي.
ښاروال وايي چې د ښــــــار پاکوالی د خپلو کارونو له لومړیتوبونه څخه ياد کړ چې تل به ښار د ښاريانو په همکارۍ پاک ساتي.

مقبل زیاتوي چې ښار د ټولو ګډ کور دی، نو هیله ده چې په پاکوالي کې یې هم ټول برخه واخلي. هغه له ښاریانو غواړي چې خځلې او کثافات په ټاکل شویو ځایونو کې واچوي او تر موسمي اورښتونو مخکې د ښار لښتي پاک کړي.
په ورته وخت کې د زابل د مرکز کلات ښاریان هم د ښاروالۍ له دغه اقدام خوښ دي، دوی وايي چمتو دي چې له ښاروالۍ سره د ښار په پاکوالي کې برخه واخلي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته