سیاستخبرونهTOPټولنه

د کابينې په غونډه کې بهرنيو هېوادونو کې د افغان بنديانو د خلاصون او کوچیانو د ستونزو په اړه بحث وشو

کابل، د سلواغې ۹ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې ۱۵مه غونډه نن د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نېټه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د کوچیانو (مالدارو) د ستونزو په اړه تفصيلي بحث وشو او د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دين محمد حنيف په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د ډېرې وچکالۍ ځپلو سیمو کې د دوی ستونزې وڅېړي او وروستی راپور دې د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
د کابينې په ياده غونډه کې همدارنګه د بهرنيو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې په نورو هېوادونو کې د افغان زندانيانو په اړه له اړوندو هېوادونو سره خبرې اترې وکړي او د خلاصون لپاره یې لارې چارې ولټوي.
د يادونې وړ ده، چې په دغه غونډه کې په يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته