خبرونهټولنه

د کابل ښار په ۹مه ناحیه کې د کوڅو رغولو چارې پيل شوې

کابل، د وري ۲۹مه، باختر
کابل ښاروالۍ د ښار اړوند ۹مې ناحيې د اووم ګذر د کوڅو جوړولو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچينې باختر اطلاعاتي آژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويلي چې ښاریانو ته د ترانسپورټي او ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، دنهمې ناحیې اړوند اووم ګذر د سلیمان خېلو په سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې.
په خبرپاڼه کې د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د مسوولينو له قوله ويل شوي چې دغه کوڅې په ټولیزه توګه ۸۴۷ متره اوږدوالی او له (۳ څخه تر۴) مترو پورې سور لري، چې د جوړولو چارې به یې د ۳میاشتو په موده کې بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو ګڼ شمېر چاپېریالي او ټولنیزې ستونزې حل شي.
سرچينې زياته کړې چې، د دغې پروژې له لارې شاو خوا ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته