امنیت

په کابل کې شپږ تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

کابل باختر دوري څوارلسمه :
د کابل پوليسو پرون پنځوس کيلوګرامه نشه يي توکي چې د کابل د څرخي پله  په ډسپيچري ساحه کې په دوو لنډکروزرو موټرونوکې ځاى پرځاى شوي و؛ ترلاسه کړل.
په دغو توکوکې پنځوس کيلوګرامه چرس او ترياک شامل دي چې په دوو موټرونوکې ځاى پرځاى شوي وو.
دغه توکي له بغلان څخه کابل ته ليږدول شوي وو.
له نشه يي توکوسره د مبارزې د پوليسو وياند سيد مهدي کاظمي د باخترآژانس خبريال ته وويل: په دغو دووموټرونوکې چې چرس اوترياک ځاى پرځاى شوي و؛ د پلخمري ښار په پخوانۍ ښاروال پورې اړوند دي.
د کابل پوليسو د دغې پيښې په اړوندشپږ تنه نيولي دي .
پخوا ادعا شوې وه چې دغه دوه موټرونه د پارلمان  په يوه غړي  پورې اړوند دى خو سيد مهدي کاظمي دغه ادعا رده کړې ده وايي چې دغه ادعا حقيقت نلري او پوليسو د قضيې عاملين پيژندلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته