خبرونهټولنه

د کابل په ده عربانو سیمه کې د کوڅو د کانکریټ کار څه د پاسه ۵۰ سلنه بشپړ شوی دی

 کابل، د چنګاښ ۲۴ مه، باختر

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې  ریاست د کابل ښار په  پنځمې ناحیې پورې اړوند د ده عربانو په سیمه کې د کوڅو د کانکریټ کار د څه پاسه  ۵۰ سلنه  بشپړ کړی دی.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د ده عربانو په سیمه کې د وردکي کوڅې او هغې ته څېرمه د نورو کوڅو د کانکریټ کار به د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي په دوو پروژو کې پلي شي.

د لومړۍ پروژې د کانکریټ کار چې د ۱۵۶ مترو په اوږدوالي د ویالو جوړولو او د کوڅو پخول دي ډېرژر به بشپړ شي.

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست د یوه مسوول د څرګندونو له مخې؛ له ښاري اسانتیاوو څخه بې برخې سیمو ته پاملرنه د کابل ښاروالۍ د پلانونو په لومړیتوبونو کې ده، چې د امکاناتو او منابعو په پام کې نیولو سره به د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو پلانونه په لرې پرتو سیمو کې پرله پسي  اجرا شي.

ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته