اقتصاد

محمد علم ايزديار دفوايد عامې وزارت له تخنيکي معين سره وکتل

کابل باختر دوري   يو ويشتمه

  دمشرانوجرګي  لومړۍ نايب محمد علم ايزديار  نن په داسي حال کې چې د انرژي او اوبو وزارت دپلان لويه رييسه ، دبغلان والي منشي عبدالمجيد او ددغه ولايت ځينې مسوولين او مشران هم حاضر و دفوايد عامې وزارت له تخنيکي  معين احمد شاه وحيد سره وکتل .

 دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ په کتنه کې منشي عبدالمجيد  په دغه ولايت کې  د بنسټيزو  پروژو دنه تطبيق او دغه ولايت ته دحکومتي مسوولينودکمي پاملرني  يادونه وکړه او وي ويل چې يوه ستونزه هم ددغه ولايت دعمومي سړک نه پخول دي .

 په مقابل کې  دفوايد عامې وزارت معين دخبرو په ترڅ کې زياته کړه چې ددوشي _ پلخمري  سړک دبيا پخولو قرارداد  له بنګله ديشي  اي تي سي اي کمپنيو  او له  نبي زاده  وردک افغاني شرکت سره دپنځلسو کيلومترو په  اوږدوالي لاسليک شوي دي او عملي کار به يي په نږدي راتلونکي کي پيل شي .

 دغه راز ده داووه ويشتو کيلومترو په اوږدوالي ددوشي _  خنجانو  سړک  دجوړولو يادونه هم  وکړه او وي ويل  چې ددغو پروژو  دکار له پيل کيدو سره جوخت به دجبل السراج  او سالنګ سړک دترميمولو کار پيل شي  

 دغه راز دانرژي او اوبو وزارت  دپلان  رييسې دپلخمري دبريښنا دشبکي په باب  معلومات وړاندې کړ او زياته يي کړه چې ددغه ولايت دبريښنا شبکه به دروان کال  د ليندي تر مياشتي پورې داووه اعشاريه يو مليون ډالرو په لګښت بشپړه شي او ددغه ولايت دبريښنا دبندبيا جوړول دالمان ددولت دپروګرامونو يوه برخه ده چي دالماني فشتر کمپني له خوا به مطالعه  شي .

  دمشرانو جرګي لومړۍ نايب  په داسي حال کې چې ددغي جرګي منشي مولوى عبدالولي راجي او يو شمير سناتوران هم حاضر و دقرارداد کوونکو شرکتونو له خوا ددغو پروژو دکار په چتکتيا  او د فوايد عامې وزارت په ګډون ددولتي مقاماتو په څارنې باندې ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته