کابل/ د کب ١٥ مه / باختر
د پوهنې وزارت سرپرست پرون د پوهنې پر وړاندې د شته ستونزو د څېړلو او حل په موخه کندز ته سفر وکړ.
د باخترآژانس خبریال د خبر له مخې؛ د پوهنې ريیس شیخ مولانا نورالله منیر د دغه ولایت له عالمانو، قومي مخورو او استادانو سره وکتل او په هېواد کې د مېشتو ټولو قومونو پر یووالي یې خبرې وکړې او ویې ویل: د پوهنې وزارت مشرتابه هڅه کوي، چې دیني، ملي او وطني ارزښتونه تر پښو لاندې نه شي.
نوموړي د کندز د پوهنې مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د قوم، ژبې او سمت له توپیر پرته ولسونو ته خدمات وړاندې کړي او د پوهنې د پرمختګ او د هېواد د هوساینې لپاره په ګډه کار وکړي.
دغه راز د پوهنې وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې د پوهنې وزارت مشرتابه په دغه ولايت کې د زرو تنو زده کوونکو په ظرفیت د یوې لویې مدرسې د جوړولو هوډ لري او زیاته یې کړه: د پوهنې وزارت د پوهنې ټولو برخو ته پاملرنه کوي.
\ ذ